Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

     معلومه شوه چې اعمال د غشي په شان دي، غشے چې د كمان نه اوځي نو بيرته نه راځي، دغه شان مونږه چې څه عمل اوكړو، نو بس هغه بيا شوے وي، بيا د هغې د نتيجے ذمه وار هم مونږ پخپله يُو، كه ښه كار اوكړو نو نتيجه به ئې ښه را اوځي، که بد اوكړو نو نتيجه به ئې بده وي، مونږه صرف د عمل اختيار لرو، بيا د هغه عمل د سزا يا جزا مالك الله پاك دے، ثابته شوه چې هر كس د خپلو اعمالو په بدله كښې ګانړه دے، چې څه اوكړي د هغې نتيجه به هُم د هغې مطابق را اُوځي.

خپل عمل د لارې مل دے

دا هم هميشه ياد ساتل پكار دي چې مونږه انسانان يُو، زمونږ نه خبره هيره هُم شي، الله پاك زمونږ مالك دے، هغه د هيرولو نه پاك دے. كه مونږ ته اووئيل شي چې د يكم جنوري 2020 نه 31 دسمبر 2021 پورې د خپل يو كال د يو يو منټ كاركردګي بيان كړئ! نو په مونږه كښې به هيڅ څوك هُم داسې اونكړے شي، يو كال خو لا لويه خبره ده مونږه د يوے مياشتې بلکه د يوے ورځې د يو يو منټ حساب هُم نه شو وركولے، خو الله پاك زمونږ مالك دے،  هغه سره زمونږه د يو يو ساعت، يو يو منټ بلكه د يو يو سيكنډ ريكارډ موجود دے. خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: اَلْبِرُّ  لَایَبْلٰی نيكي كله نه زړيږي، وَالذَّنْبُ لَایُنْسٰی او ګناه كله نه هيريږي وَالدَّیَّانُ لَایَمُوْت او بدله وركوونكي (يعنې الله پاك) ته به كله مرګ نه راځي. اِعْمَلْ مَاشِئْتَ