Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اَهلِ جَهنَّم څلورم جُرم (سُوْرَةُ المُدَّثِّر آيت: 46، 47)
په ورځ د قيامت به چې کله جَنَّتيان د دوزخيانو نه تپوس کوي چې تاسو په څه سبب دوزخ ته لاړئ نو دوزخيان به خپل څلورم جُرم داسې بيانوي:
وَ كُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِۙ(۴۶) حَتّٰۤى اَتٰىنَا الْیَقِیْنُؕ(۴۷) (پارہ29،سورۃالمدثر:46، 47)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او مونږ به د انصاف ورځ دروغ ګنړله۔ تر دې چې مونږ له مرګ راغے۔
د دې نه معلومه شوه چې د کُفر او عناد او بد عَمَلئ غټه وجه د قيامت انکار يا د هغې هيرول دي۔ مونږ اَلْحَمْدُ لِلّٰه مسلمانان يُو او مونږ د قيامت په ورځ يقين لرو، مَعَاذَ الله څوک چې د قيامت د ورځې انکار اوکړي هغه به کافِر شي۔ خو ياد ساتئ! چې د ايمان راوړلو سره مونږ ته دا غور هُم کول ضروري دي چې مونږه د دغه ورځې د پاره څه تياري کړي ده؟
الله پاک په قرآنِ مجيد کښې اِرشاد فرمائي:
وَ لْتَنْظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍۚ- (پارہ28،سورۃالحشر:18)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او هر کس دِ اوګوري چې د صبا د پاره ئې مخكښې څه ليږلي دي۔
دا قرآني حُکم د هُم دې دُنيا د پاره دے چې *مونږ په دې ژوند کښې د آخرت د پاره څه تياري کوو *د خپل قَبْر د پاره څه تياري کوو *نيکئ