Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

څومره کوو *د ګناهونو نه ځان ساتُو که نه؟ خو ياد ساتئ چې مونږه دا تياري صرف د مرګ د ساعته پورې کولے شو، چې مرګ راشي نو د عمل دروازه به بنده شي او بيا به د سزا او جزا وخت شروع شي۔ الله پاک دِ مونږ ټولو ته د خپل آخرت د تيارئ کولو فکر او توفيق رانصيب کړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

دولسو مَدَني كارونو کښې يو مَدَني كار ”جُمات درس“

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نن صبا دې د فساد نه ډك دَور کښې كه مونږه غواړو چه زمونږه اولاد نيك جوړ شي، د مور و پلار فرمانبردار جوړ شي نو مونږ ته پكار دي چه پخپله هُم د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتو او خپل اولاد هُم دے مَدَني ماحول کښې شامل كړو.

مُحترمو اسلامي ورونړو! د ذَيلي حلقے دولسو مدني كارونو کښې خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. اَمِيرِ اهلسنت هره ورځ كم از كم دوه ګينټے د مدني كارونو د پاره د وركولو ترغيب فرمائيلے دے، يقيناً څوك چه څومره زيات وخت وركړي ، د هغه د پاره به د ثواب ګټلو موقعے هم هغه همره زياتې شي. اِنْ شَاۤءَ اللہ

      ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو کښې يو د هرې ورځ مدني كار ”جُمات درس“ هم دے. * جُمات درس“ سره جماتونه آباديږي، * جُمات درس“ سره د انفرادي كوشش كولو موقع نصيب كيږي. * جُمات درس“ سره د لمُونځ كوونكو په شمير کښې اضافه كيږي. *د ”جُمات درس“ په بركت د نيكئ او خير خبرې زده كولو او نورو ته د زده