Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
د جَنَّت او دوزخ والؤ په خپل مينځ کښې خبرې
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، چې ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي. ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي. د اِعتِكاف نِيَّت هُم صرف خوراك څښاك يا اُوده كيدو د پاره كول نه دي پكار بلكه چې مقصد د الله تعالٰى رِضا وي. ”فتاوىٰ شامـى“ كښې دي: كه څوك جُمات كښې خوراك څښاك يا اُوده كيدل غواړي نو د اِعتِكاف نِيَّت دِ اوكړي، لږ ساعت دِ ذِكْرُ الله اوكړي مثلاً دولس ځله دِ دُرودِ پاك اولولي. بيا چې څه غواړي كوي دِ (يعني بيا كه غواړي نو خوراك څښاك كولے شي او اُوده كيدے شي)