Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

الله پاک دِمّه د هغه نه بَري ده۔ ([1])  يعني د لـمانځه په بَرَكت بنده په دُنيا کښې د آفتونو نه، د مرګ په وخت کښې د بدې خاتمے نه، د قَبْر په امتحان کښې د ناکامه کيدو نه او په حشر کښې د مصيبتونو نه په اَمن کښې اوسيږي، لِـهذا څوک چې قَصداً [يعني اِرادَتاً] لـمونځ پريږدي، هغه د الله پاک په امان کښې نه اوسي۔

د بيلـمانځه سپيره والے

      اے عاشقانِ رَسُول! لـمونځ نه کول څومره سپيره کار دے، د دې اندازه د دې حکايت نه اولګوئ! چنانچه يوه ورځ د الله پاک خوږ نبي حضرت عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په يو غر تيريدلو، هغوئي هلته يو ښار اوليدو چې الله پاک هغه ښار ته بيشميره نعمتونه ورکړي دي، په هغه ښار کښې باغونه دي، ميوے او ګُلونه دي، د هغې اوسيدونکو سره مالونه او څاروي هُم دي او ټول د الله پاک اِطاعت او عبادت کوي او خوشحاله ژوند تيروي، هغه ښار والؤ چې د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام اوليدلو نو د هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ډير زيات تعظيم و احترام ئې اوکړو۔

      درې کاله پس بيا حضرت عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په هغه ځائے تيريدلو نو حيران پاتې شو چې د هغه ښار باغونه او کورونه برباد شوي دي، نهرونه او چينے وچي شوي دي، نه اوس هلته ميوے او ګلونه شته او نه څاروي، او نه هلته يو انسان اوسيدلو۔ د داسې خوشحاله ښار داسې بربادي ئې چې اوليدله نو حضرت


 

 



[1]...مصنف عبد الرزاق، باب من ترک الصلاۃ، جلد:3، صفحہ:41، حدیث:5022۔