Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

خپل مينځ کښې جنګولو نه منع کول، هغوئي تړلي وهل، د هغوئي مُثله کولو (يعني د هغوئي مخ ورانولولو) نه به ئې منع کوله *خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ځناورو فرياد اوريدلو، د هغوئي مدد به ئې کولو، يو ځل يو اوښ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوليدلو نو [هغه اوښ] په ژړا شو، خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه خوا ته تشريف يوړلو او د هغه په شا ئې لاس مبارک راښکلو او چپ ئې کړو او د هغې مالِک ئې را اُوغوښتلو او ورته ئې اُوفرمائيل: آيا ته د دې ځناور په باره کښې د الله پاک نه نه يَريږې؟ ستاسو اوښ شکايت اوکړو چې ته هغه اُوږے ساتې او تکليف زيات ورکوې۔ [1])  

      الله پاک دِ مونږ ته هُم د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې د عمل کولو او په ځناورو باندې د رحم کولو توفيق راکړي۔ اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

په جامِعَةُ الْمدِينه کښې د داخلے ترغيب

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي زيرِ انتظام په مُلک او بيرونِ ملک کښې زرګاؤ دارُ العُلُوم  د ”جامِعَاتُ الْمدِينه‘‘ په نُوم قائم دي چې په دې کښې عالِم کورس کيږي، خپل بچي په جامِعَةُ الْمدِينه کښې داخل کړئ او عالـمان ئې جوړ کړئ او د دِين او دُنيا بَرَكتونه حاصل کړئ

قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (۱) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں


 

 



[1]...سیرت رسول عربی، صفحہ:332تا 335ملتقطاً۔