Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
د اَهلِ جَهنَّم دريم جُرم (سُوْرَةُ المُدَّثِّر آيت: 45)
د جَنَّت والؤ په تپوس به دوزخيان خپل دريم جُرم دا بيانوي:
وَ كُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىٕضِیْنَۙ(۴۵) (پارہ29،سورۃالمدثر:45)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او بيهوده فکرونو والؤ سره به مو بيهوده فکرونه کول۔
حضرتِ قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دې آيت دا معنٰی بيانوي: كُلَّمَا غَوٰى غَاوٍ غَوَيْنَا مَعَهُ يعني چې کله به يو کس د ګُمراهئ په لاره روان شو نو مونږ به هُم ورسره ملګري شو۔([1])
معلومه شوه چې په ګُمراهانو پسې تلل، د ګُمراهئ په کارونو کښې دلچسپي اخستل، او د نيکيانو او ښو کارونو نه مخ اړول دا هُم د کافرو طريقه او جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے۔ په دې معامله کښې هُم اوس د مسلمانانو حالت ډير عجيبه دے، چي کله يو نوے داسې څيز را اُوځي چې وخت هُم بربادوي، د حق لارې نه لرې کول هُم کوي، د جَنَّت نه لرې کول او جَهنَّم ته نزدے کول کوي نو د مسلمانانو يو تعداد دے چې د هغې په اختيارولو کښې د يو بل نه مخكښې کيږي *چې کله ټي وي ايجاد شو، فلمونه، ډرامے او سندرې او سازونه ايجاد شو نو د عُلَمائے کرامو د منع کولو باوجود دا بيماري ډيره زر د وائرس په شان خوره شوه *د چا په کورونو کښې چې وي سي آر وو آيا هغه مسلمانان نه وو *آيا هغه مسلمانان نه دي د چا په کورونو کښې چې د کيبل په ذريعه د بے حيائي سبب جوړيدونکي د غير مسلمو چينلې