Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

د دُرُود شريف فضيلت    

د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: چا چې په ما باندې يو ځل دُرُود شريف اولوستلو، الله پاك په هغه لس رحمتونه نازلوي، او چا چې لس ځله دُرُود شريف اولوستو، الله پاك په هغه 100 رحمتونه نازلوي او چا چې 100 ځله دُرُود شريف اولوستو، الله پاك د هغه د دواړو سترګو ترمينځه اُوليكي چې دا بنده د نِفاق او د دوزخ د اور نه آزاد دے او هغه به د قيامت په ورځ شهيدانو سره ساتي. ([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

              فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.([2])

 اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو:


 

 



[1]...معجم اوسط، من اسمہ محمد، جلد:5، صفحہ:252، حدیث:7235۔

[2]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔