Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
معلومه شوه چې جنت ته داخليدل د نيكو اعمالو نتيجه نه ده، دغه شان د جَهَنَّم حقداريدل هم د ګناهونو نتيجه نه ده، جنت ته چې څوک ځي د الله پاك په رحمت به ځي، جَهَنَّم ته چې څوک غورزيږي، د الله پاك د غضب او د هغه د ناراضئ په سبب به غورزيږي. خو ياد ساتئ چي! ګناه د الله پاك د ناراضئ او د هغه د غضب سبب دے او نيكي د الله پاك د رحمت حاصليدو ذريعه جوړيږي او د الله پاك رحمت بنده جنت ته رَسَوي. پس څوك چې په خپلو اعمالو يقين كوي هغه ډير ناپوهه دے.
د حضرت عطاء سُلَمِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سبق آموز حكايت
حضرت عطاء سُلَمِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به رخت [يعنې كپړا] جوړوله، يوه ورځ هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ډير محنت سره ښكلي ښائسته كپړا تياره كړه او د خرڅولو د پاره ئې بازار ته يوړله، د يو كپړے دُكان ته ورغلو، دُكاندار ته ئې كپړا اوښودله نو هغه ډير كم قيمت اولګولو او اوئې وئيل: اوګوره! ستا په كپړا كښې دا دا عيب دے. د دكاندار خبرې ئې چې واوريدلې نو حضرت عطاء سُلَمِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كپړا بيرته واخستله او په ژړا شو. دُكاندار چې هغوئي په ژړا اوليدلو نو ځان سره شرمنده شو او د هغوئي غوښتلي شوي قيمت باندې كپړا اخستلو ته تيار شو. په دې باندې حضرت عطاء سُلَمِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ما د لږ قيمت په وجه نه دي ژړلي بلکه زه خو دا سوچ كووم چې زه د كپړے جوړلو فن لرم. ما په دې كپړا جوړولو كښې ډير محنت كړے دے، د خپل طرف نه مې پكښې هيڅ عيب نه دے