Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

     عام طور كله چې څوک د چا نه قرض اخلي نو قرض وركوونكے ضمانت غواړي چې ته خپل يو ذِمه وار راكړه نو زه به تا ته قرض دركړم، په دې صورت كښې كه قرض اخستونكي سره څه ضمانتي موجود نه وي نو هغه خپل قيمتي څيز مثلاً د زمكې كاغذونه يا د سرو، سپينو زرو كالي د ضمانت په طور هغه ته وركړي او قرض ترينه واخلي او دا مُعاهده اوشي چې كله زه قرض بيرته دركړم نو ستا نه به خپل څيز بيرته اخلم. دا كوم څيز چې د ضمانت په طور قرض وركوونكي سره ګږدي، دې ته په عربئ كښې ”رَہْن (يعنې ګانړه كړے څيز)“ وائي. په دې آيتِ كريمه كښې دا لفظ استعمال شوے دے او الله پاك فرمائيلي دي: هر نفس په خپلو كړو (يعنې د خپلو اعمالو په بدله) كښې ګانړه دے.

     مطلب دا دے چې الله پاك مونږ ته ژوند راكړے دے، بدن، لاس، ښپې، سترګې، غوږونه، پوزه، عقل او پوهه ئې راعطا كړي دي، بيا ئې په مونږه احكام لازم كړي دي، څه څيزونه په مونږه فرض دي، څه واجب دي، نو د دې فرائضو واجباتو په بدله كښې زمونږ ځان ګانړه شوے دے، كه مونږه دا فرائض و واجبات ادا كړو نو مونږ به د دوزخ نه ازاد شو، او كه په دې كښې كمے اوكړو نو ځان به پخپله د دوزخ حقدار جوړ کړو.

د نتيجو مالك الله پاك دے

دلته دا خبره ياد ساتل پكار دي چې په دې دُنيا كښې مونږه صرف د