Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
كولو موقع نصيب كيږي. د نيكئ خبرې زده كولو او نورو ته د ښودلو خو ډيرې فائدے دي. چنانچه
منقول دي چه الله تعالٰى حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام ته وحي اوفرمائيله: د نيكئ خبرې پخپله هم زده كړه او نورو ته ئې هم زده كوه، زه به د نيكئ زده كوونكو او نورو ته زده كوونكو قبرونه روښانه كړم چه هغوئي ته هيڅ قِسمه څه ويره نه وي. (حلیۃ الاولیاء،کعب الاحبار،۶/۵،رقم:۷۶۲۲)
د بيان شوي روايت نه معلومه شوه چه ښو ښو نيتونو سره د سنتو ډك بيان كولو يا درس وركولو او اوريدلو والا خو مزے شوې. اِنْ شَآءَاللّٰہ د هغوئي قبرونه به د دننه نه ځليږي او هغوئي ته به هيڅ قِسمه ويره نه محسوسيږي. راځئ چه! د ترغيب د پاره د ”جُمات درس“ يو مدني سپرلے واورو، چنانچه
د تحصیل بھلوال(پنجاب، پاکستان) اوسيدونكي يو اِسلامي ورور په جُمات درس کښې شریك شو، د هغٰ په بَرَكت ئے هفته واره اجتماع کښې د شرکت ذهن جوړ شو، د سُنتو ډكه اجتماع کښې د مبلغِ دعوتِ اسلامی بیان، بيا ذِكْرُ الله او په آخره کښې ژړوونكي دُعا د هغه د زړه دُنيا بدله كړه. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! هغه د ټولو ګناهونو نه د زړه په صِدق توبه اوكړه او د دعوتِ اسلامی پاکیزہ مَدَني ماحول کښې شامل شو.
مجھے درسِ فیضانِ سُنَّت کی توفیق ملے دِن میں دو مرتبہ یا اِلٰٖہی