Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَۙ(۴۳) (پارہ29،سورۃالمدثر:43)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هغوئي اووئيل، مونږه به لـمونځ نه کولو۔
دغه وخت کښې چې کوم خلق په جَهنَّم کښې وي هغوئي به ټول کافر وي او کافِر لـمونځ هسې هُم فرض نه ګنړي، نو د هغوئي د دې جواب مطلب دا دے چې مونږه به لـمونځ فرض نه ګنړلو ځکه به مونږه د لـمونځ ګُزارو سره لـمونځ هُم نه کولو۔
د دې نه معلومه شوه چې لـمونځ نه کول جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے۔ ياد ساتئ! يو د لـمانځه د فرض کيدلو انکار کول دي، که څوک مَعَاذَ الله! د لـمانځه د فرضِيَّت انکار اوکړي نو هغه به کافر شي او د دائرۀ اسلام نه به خارج شي او خدانخواسته که په هُم دې حال کښې مړ شو نو پوخ جَهنَّمي به وي او هميشه هميشه د پاره به په جَهنَّم کښې اوسي، خو هغه کس چې لـمونځ خو فرض ګنړي خو لـمونځ نه کوي هغه ته هُم عبرت حاصول پکار دي ځکه چې دوزخيان به دا نه وائي چې مونږ به لـمونځ فرض نه ګنړلو بلکه هغوئي به دا وائي چې مونږ به لـمونځ نه کولو، معلومه شوه چې لـمونځ کول د مسلمانئ نښه ده او لـمونځ نه کول د کافرو طريقه ده۔ افسوس دے په هغه مسلمانانو چې لـمونځ فرض ګنړي خو په لـمانځه کولو کښې سستي کوي *په حديث شريف کښې دي: زمونږ خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: زمونږه او د کافرو په مينځ کښې فرق ”لـمونځ‘‘ دے ([1]) * په يو حديث شريف کښې فرمائي: چا چې قَصداً [يعني اِرادَتاً] لـمونځ پريښودو، بےشکه د