Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

چليږي؟ *خِلافِ سُنَّت لِباس اغوستلو کښې مسلمانان پيش پيش دي *ګيره پريښودل سُنَّت دي، آيا مسلمانان په دې کښې پيش پيش نه دي؟ *د سر تور سر ګرځيدلو رواج مسلمانانو اختيار کړو *بے حيائي او بے پردګي زمونږ د معاشرے يوه حِصَّه جوړه شوه *او چې څه کسر پاتې وو هغه سوشل ميډيا پوره کړو *او اينډرائيډ موبائل چې راغے نو د معاشرے بيړه ئې نوره هُم غرقه کړه * نو آيا دا ټولې ګُمراهئ او بے حيائي او د دين او جَنَّت نه لرې کوونکي ذريعے مسلمانانو نه دي اختيار کړي؟ نو واورئ قرآن څه فرمائي، کافر به د جَهنَّم نه وائي:

وَ كُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِۙ(۴۶)  (پارہ29،سورۃالمدثر:46)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او مونږ به د انصاف ورځ دروغ ګنړله۔

     ياد ساتئ! *زمونږ هدايت په قرآنِ مجيد کښې دے، *زمونږ هدايت په اَحادِيثِ کريمه کښې دے، *زمونږ د پاره آئيډيل او رهنما کردار زمونږ د خوږ آقا مُحَمَّد مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، *مونږه د صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان په نقشِ قدم چليدو والا يُو *مونږ د اوليائے کرامو نه فيض و برکت اخستو والا يُو۔ د هر يو کار کولو نه مخكښې مونږ ته دا سوچ کول پکار دي چې آيا دا څيز خو به زما دِين ته نقصان نه رسوي، آيا دا کار، دا رسم، دا عادت، دا رواج خو به ما د ګمراهئ طرف ته نه بوځي۔  که مونږه بے سوچه د کافرو او ګمراهانو طريقے اختياروو نو ياد ساتئ چې د ګمراهانو په لاره تلل د مسلمانانو کار نه دے بلکه د کفَّارو کار دے۔ الله پاک دِ مونږه د هرې ګُمراهئ نه په امان کښې اوساتي او د رښتيني او پوخ او حقيقي مسلمان جوړيدلو توفيق دِ راکړي۔      اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم