Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

عمل كولو اختيار لرو، د دې عمل نتيجه به څه را اوځي، د دې اختيار زمونږ سره نشته دے. الله پاك په سورۀ فاتحه كښې ارشاد فرمائي:

مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ(۳)  (پارہ1،سورۃالفاتحہ:3)        

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: د جزا د ورځې مالِك.

په دې آيت كښې الله پاك مٰلِکِ یَوْمِ الْقِیَامَۃِ  د قيامت د ورځې مالك“ نه دي فرمائيلي بلكه مٰلِکِ یَوْمِ الدِّيْن ، د جزا د ورځې مالِك ئې فرمائيلي دي. د دې لاندې امام بُقاعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د یَوْمُ الدِّيْن نه مراد په اصل كښې قيامت دے چې په حقيقت کښې به د جزا او سزا مُعامَله د قيامت په ورځ وي.

    كه مونږه غور اوكړو نو معلومه به شي چې بنده څه عمل اوكړي نو د هغې نتيجه فوراً ظاهريږي، مثلاً كه يو كس مَعَاذَ الله ګناه اوكړي نو د حديثِ پاك مطابق د هغه په زړه يو تور ټاكے اوشي. دغه شان كه څوك نيكي اوكړي نو د هغه په زړه كښې نور پيدا شي او تور والے لرې شي.

      دغه شان نور غور اوكړئ! مونږه طعام خورو، د طعام خوړلو يا نه خوړلو اختيار زمونږ سره دے خو دا طعام چې خيټې ته لاړ شي څه به كوي؟ شفا به جوړيږي يا که مرض به جوړيږي؟ دا زمونږ په اختيار كښې نه دي. معلومه شوه چې مونږه صرف د كار كولو اختيار لرو، د هغې د نتيجے اختيار زمونږ سره نشته بلكه دا اختيار الله پاك سره دے. اوس يو ځل بيا دا آيت مبارك واورئ:

كُلُّ نَفْسٍۭ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌۙ(۳۸)  (پارہ29،سورۃالمدثر:38)                       

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: هر نفس په خپلو كړو كښې ګانړه دے.