Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ چې كله په دې انداز د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړه خوشحاله كړو نو الله پاك د فاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ په تصديق كښې دا آيتِ كريمه نازل كړو، ارشاد اوشو: ([1])
فَاِنَّ اللّٰهَ هُوَ مَوْلٰىهُ وَ جِبْرِیْلُ وَ صَالِحُ الْمُؤْمِنِیْنَۚ- (پارہ28،سورۃالتحریم:4)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: نو بيشكه الله پخپله د هغوئي مددګار دے او جبريل او نيكان مُومِنان [ئې هم مددګار دي].
د حضرت عبدُ الله بِن مَسْعُود رَضِیَ الله عَنْهُ نه روايت دے، رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې آيت په تفسير كښې اوفرمائيل: صَالِحُ الْمؤْمِنِیْنَ اَبُوْ بَکْرٍ وَّ عُمَرَ يعنې په دې آيت كښې د نيكو مُومِنانو نه مراد ابُوبَكر صِدِّيق او عُمَر فاروقِ اعظَم (رَضِیَ الله عَنْهُما) دي. ([2])
حضرت علّامه عبد الرؤوف مناوی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې فرمان مبارك معنٰى دا ده چې د اسلام اوَّل خليفه حضرت ابُوبَكرصِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ او د اسلام دويم خليفه حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ، دا دواړه حضرات په فضيلت كښې، اوصافو كښې د ټولو مسلمانانو نه افضل و اعلٰى دي او د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام نه پس د دوئي مرتبه د ټولو نه اوچته ده. ([3])
عمر کافی نبی کو حَسْبُکَ اللہ سے یہ ثابت ہے ہے شاہد جن پہ قرآں حضرت فاروق اعظم ہیں
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد