Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
اوس اوګورئ! هغه عظيم شخصيت د چا اوصاف چې د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام د اوصافو په شان دي، د چا كردار چې پاك دے، د چا اخلاق چې پاك دي، د چا نه چې شيطان ويريږي، د چا په ژبه چې فرښتے كلام كوي، د چا په ژبه چې الله پاك حق ايښودے دے، د چا د رائے مُوافِق چې قرآني آيتونه نازليږي. چې كله داسې د اوچتې درجے صحابي، دويم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ هم د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامي اختياروي، دوئي هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آخري نبـي مني، كله هم دا د اوچتې مرتبے والا صحابي د نَبُوَّت دعوٰى نه كوي نو اوس تر قيامته پورې چې څوك دا دعوٰى اوكړي، هغه له پكار دي چې اوَّل خپل مخ په آئينه کښی اوګوري، نَبُوَّت خو ډيره اوچته درجه ده، اوس د قيامته پورې يو انسان د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ درجے ته هم نه شي رسيدے، حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ صحابي دے، اوس هيڅ څوك صحابي نه شي جوړيدے، د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ په مُوافقت كښې به قرآنِ كريم نازليدو، اوس قرآنِ كريم مكمل شوے دے، اوس د چا په موافقت كښې قرآنِ كريم نه نازليږي، لِهٰذا د قيامته پورې بل نوے نبـي راتلل خو لا لرې خبره ده، اوس بل دويم عُمَر هم نه شي كيدے.
معلومه شوه چې كله مونږه دا منو چې د حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ د رائے مُوافِق به قرآني آيتونه نازليدل، بيا دا هم منو چې حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ د دومره اوچت شان لرلو باوُجود نبـي نه وو بلكه صحابي وو نو دا د دې خبرې مضبوط دليل دے چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس تر قيامته پورې به په دُنيا كښې بل نوے نبـي نه راځي، كه د بل نوي نبي راتلل ممكن وے نو حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ به نبـي جوړ شوے وے، لِهٰذا مُوافقاتِ عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ منل د خَتْمِ نَبُوَّت اِنكار نه دے بلكه اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د خَتْمِ نَبُوَّت مضبوط دليل دے.