Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
بيشكه د حضرت عُمَر فاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ خليفه جوړيدل د [علاقو] فتح كولو ذريعه وه، قَسَم په خدائے! كله چې حضرت عُمَر فاروق رَضِیَ الله عَنْهُ شهيد شو، د دُنيا هر يو څيز تر دې پورې چې ونې هم خفه شوې، قَسَم په خدائے! زه پوهيږم چې د حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د دواړو سترګو تر مينځه يوه فرښته وه كومې به چې هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ ته طاقت او هدايت وركولو، قَسَم په خدائے! كه ما ته معلومه شي چې حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ به د يو سپي سره محبَّت كولو نو ضرور زه به هم د هغه سپي سره محبَّت اوكړم. ([1])
بہارِ باغِ ایماں حضرتِ فاروقِ اعظم ہیں چراغِ بَزْمِ عرفاں حضرتِ فاروقِ اعظم ہیں
نہ کیوں وہ ذات چمکے، جس نے دِیْنِ پاک چمکایا جہاں کے مہرِ تاباں حضرتِ فاروقِ اعظم ہیں
وہ عالم دَبدَبہ کا، کانپتے ہیں قیصر و کِسریٰ ہے جن سے دِین کی شاں حضرتِ فاروقِ اعظم ہیں([2])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ د فُقهاء صحابؤ نه دے يعنې * هغوئى د اوچتې درجے والا صحابي دے * ماهِر عالِمِ دِين هم دے * اوچتې درجے والا مفتـي هم دے * صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به هغوئي نه د مسائلو تپوس كولو * خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې قرآن داسې لوستل غواړي څنګه چې نازِل شوے دے، هغه له پكار دي چې د عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ په شان ئې اولولي.([3]) * د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نعلينو شريفو او تكيه مباركه اوچتولو او ايښودلو خدمت د حضرت عبدُ الله بِن مسعود رَضِیَ الله عَنْهُ په ذِمه