Book Name:Quran Aur Farooq e Azam

مطابق به نن مونږه اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم! د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د ذِكرِ خير كولو سعادت حاصلوو. * حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ د اوچتې درجے صحابـئ رسول بلكه مرادِ رسول دے، رسُولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك نه دوئي غوښتے وو يعنې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا فرمائيلي وه چې: ”يا الله په عُمَرَينو كښې يو ته د اسلام توفيق عطا كړې.“ د دې دُعا په نتيجه كښې حضرت عُمَر فاروق رَضِیَ الله عَنْهُ اسلام قبول كړو.  * د حضرت عُمَر فاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام قبلولو سره د اسلام په عِزَّت او غلبه كښې اضافه اوشوه او مسلمانانو ته حوصله نصيب شوه * د حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د اسلام قبلولو نه پس مسلمانانو په حرم شريف يعنې خانۀ كعبه كښې په ښكاره لمُونځ ادا کول شروع كړو * رسولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حضرت عُمَر فاروق رَضِیَ الله عَنْهُ خپل وزير جوړ كړے وو * د اسلام په ټولو اهَمَّو منصوبو كښې حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خاص مُشير پاتې شوے دے * خپل ټول ژوند ئې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې تير كړے دے * د خليفۀ اوَّل حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ د وفات نه پس زيات و کم لس کاله، شپږ مياشتې او اَته ورځو پورې حضرت عُمَر فاروق رَضِیَ الله عَنْهُ د مسلمانانو خليفه او اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، پاتې شوے دے. * آخر په مسجِدِ نَبَوي كښې د سحر په لمَانځه كښې يو كافِر د خنجر په ذريعه په حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ باندې حمله اوكړه، د هغې په سبب هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ زخمي شو او په مدينۀ منوره كښې شهيد شو. حضرت صُهَيب رَضِیَ الله عَنْهُ د هغوئي د جنازے د لـمانځه امامت اوکړو او په روضه مباركه كښې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوا ته دفن كړے شو. ([1])


 

 



[1]...کرامات فاروقِ اعظم، صفحہ:5تا6خلاصۃً۔