Book Name:Walidain-e-Mustafa
مدني قافلو مسافر جوړ کړئ او د دين د خدمت کولو سعادت حاصل کړئ....!!
اے کاش! چې مونږ ته پخپله هم او زمونږ اولاد ته هم د علمِ دين زده کولو او ښودلو شوق رانصيب شي، زمونږ وخت او زمونږ مال د دينِ اسلام د سربلندئ د پاره قبول شي. بعضې وخت داسې هُم کتلے کيږي چې خلق د خپل اولاد د نيک عمله او لمونځ ګزاره جوړيدلو دعاګانې کوي خو د دې سره سره د خپل ځان په باره کښې هُم غور پکار دے چې زه کومې دعاګانې د خپل اولاد د پاره کووم، آيا ما ته د نيک جوړيدلو حاجت نشته، آيا ماته هم لمونځ په پابندئ سره کول نه دي پکار؟ آيا ماته هم صحيح قرآن پاک لوستل نه دي پکار؟ چې مونږ خپل دا ذهن جوړ کړو چې ماته هم جنت ته بوتلونکي اعمال اختيارول پکاردي او خپل اولاد هم د جنت په لار روانَوَل پکاردي زمونږ د بزرګان دين تعليم او عمل دا وو چې هغوئي به د خپل اولاد ديني تربيت په داسې انداز کولو چې که هغه به ئې د الله په لار کښې وقف کړو نو خپل ځان ته واپس رابلل به ئې هم ښه نه ګنړل او هغه ته به ئې د الله په لار کښې د اوسيدلو تاکيد کولو لکه څنګه چې
د الله پاک په نوم چې ئې وقف کړئ نو واپس ئې مه اخلئ
د حضرت سيّدنا سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه عمر چې کله پينځلس کاله شو نو خپلې مور ته ئې عرض اوکړو:” اے مورجانې! ما د الله پاک په لار کښې وقف کړه“ مور ورته اووئيل: ”اے زما ځويه! بادشاهانو ته هغه څيز په تحفه کښې ورکولے شي کوم چې د هغوئي شايانِ شان وي، په تا کښې داسې هیڅ صفت نشه چې د الله پاک د شان مطابق وي.“ هغوئي ته حيا ورغله او په کور کښې ئې د خپل ځان د پاره يوه کمره خاص کړه او په هغې کښې ئې پينځه کاله پورې عبادت کولو. يوه ورځ چې کله والدۀ محترمه د هغوئي خواه ته ورغله، نواوئې کتل چې ځوئے ئې په عبادت کښې مشغول دے او د سعادت آثار پرې ښکاره دي، مور ته يقين اوشو چې اوس زما ځوئے د دې قابل دے چې د الله