Book Name:Walidain-e-Mustafa
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہِ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّتِ اعتكاف نِيَّت اوكړو)
مُحترمو اسلامي ورونړو! چې كله جُمات ته داخل شئ، چې ياد مو وي نو د اِعتِكاف نِيَّت كوئ، تر څو چې جُمات كښې ئې نو د اِعتِكاف ثواب به مو كيږي.
ياد ساتئ! جُمات كښې د خوراك څښاك، اُوده كيدو يا پيشمني او روژه ماتي كولو، تر دې چې د آبِ زَم زَم يا دَم كړو اوبو څښلو هُم شرعاً اجازت نشته، البته كه د اعتكاف نِيَّت مو كړے وي نو دا ټول كارونه به ضِمناً جائز شي.
والِدَينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
حضرت محمد بن عبدالله سمرقندي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: زما نه يوه ورځ لاره هيره شوه: ” ناڅاپه يو صاحب په نظر راغے او هغوئي اووئيل: زما سره راځه. “ زه د هغوئي سره روان شوم، ما دا ګمان اوکړو چې دا خضر عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم دے. زما په تپوس باندې هغوئي خپل نوم خِضر اوښودلو، د هغوئي سره يو بل بزرګ هم وو، ما د هغوئي د نوم تپوس اوکړو نو اوئې فرمائيل: دا الياس عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم دے. ما عرض اوکړو: الله پاک دِ په تاسو رحمت اوفرمائي، آيا تاسو دواړو د الله پاک د محبوب، آخري نبي، مکي مدني، محمد عربي