Book Name:Walidain-e-Mustafa
مادَرِ مصطفےٰ جنتی جنتی
والدینِ مصطفےٰ جنتی جنتی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقان رسول! مونږ واوريدل چې والدِ مصطفٰي حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په قريشو کښې او په خپلو ټولو ورونړو خويندو کښې اوچت مقام لرلو او د رسول الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور چې په کومو شاګانو کښې راغلے، هغه ټول د الله پاک په ذات باندې ايمان راوړونکي خلق وو. راځئ چې اوس د والدې ماجدې حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا تذکره واورو چې الله پاک د خپل نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور د پاره دا څنګه منتخب کړه:
د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيکه حضرت عبد المُطَّلِب د خپل ځوئے حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د پاره فکر مند وو او د هغوئي د پاره د داسې زنانه په تلاش کښې وو چې د حسن و صورت سره سره د اعلٰي سيرت و کردار مالکه او په حسب و نسب او پاک دامنئ کښې هم مُمتازه وي. فرمائي: د ژمي موسم وو، مونږ د تجارتي قافلے سره يمن ته لاړو، هلته زبور شريف باندې ايمان لرونکي يو عالم سره زما ملاقات اوشو، د هغه په پوښتنې باندې ما اووئيل چې زه د قبيله قريش بنو هاشم نه يم. هغه زما د مخ بعضې حصو ته ډير په غور اوکتل او اوئې وئيل: زه ګواهي ورکووم چې ستاسو په يو لاس کښې بادشاهت دے او په دويم کښې نبوت دے خو دا څنګه کيدے شي....!!! زمونږ د علم مطابق نبوت د بنو زهره په حصه کښې دے. بيا ئې اووئيل: کله چې تاسو واپس لاړ شئ