Book Name:Walidain-e-Mustafa
د حضرت عبدالله و حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا نکاح مبارکه
حضرت وهب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ چې دا منظر چې اوليدو نو د حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نه ډير زيات متاثره شو او په زړۀ کښې ئې دا پخه اراده اوکړه چې د خپل زړۀ ټکړه حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا به د دۀ په نکاح کښې ورکوم. کور ته چې راغے نو خپلې زوجه يعني د حضرت آمنه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها مور حضرت بِرّه رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْها ته ئې ټوله واقعه بيان کړه او اوئې وئيل: عبدالله د قريشو د ټولو نه ښکلے او خائسته او اعلٰي نسب والا ځلمے دے، زه د خپلې لور د پاره د هغه نه علاوه بل څوک نه خوښوم. بيا ئې د خپل زړۀ تمنا حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ته اورَسَوَله، د الله پاک شان ته ګوره چې حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د خپل ځوئے حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د پاره څنګه زنانه تلاش کوله، هغه ټول صفتونه په حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا کښې په کامل طور باندې موجود وو، لهٰذا حضرت عبدالمطلب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ دا رشته ښه په خوشحالئ سره قبوله کړه.([1])
چنانچه د (24) کالو په عمر کښې د حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا سره نکاح اوشوه.([2])
آئی ندا کہ آمنہ جاگے تیرے نصیب
آئیں گے تیری گود میں اللہ کے حبیب
گودی میں تو کھلائے گی آج اپنے لال کو