Book Name:Walidain-e-Mustafa
دنيا او آخرت کښې به د دې بيشميره برکتونه درنصيب شي. د دعوت اسلامي په دولسو دِيني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع ده.
اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د هر جمعرات په ورځ د ماښام د لـمانځه نه پس او په بعضې مقاماتو کښې د ماسخُتن لمُونځ نه پس د دعوت اسلامي هفته واره د سنتو ډکه اجتماع کيږي، چې په هغې کښې تلاوت، نعت، بيان او ذکر و دعا کيږي او په آخره کښې د ښودلو او زده کولو حلقے هم لګي، دغه شان هفته وارې اجتماع کښې د نيکئ ګټلو او علمِ دين حاصلولو ښه موقع ملاويږي، تاسو هم ښه پوخ نيت اوکړئ چې ان شاءالله الکريم ! هر جمعرات به پابندئ سره پخپله هم په هفته واره اجتماع کښې شرکت کووم او د نيکئ د دعوت په ذريعه به نور خلق هم راولم.
د ټيبل ټينس شوقي څنګه سم شو....؟
د کراچئ اوسيدونکي يو اسلامي ورور متعلق بيان اوکړے شو چې هغه د مذهبي ذهن نه لرلو په وجه شپے ورځې په فضولياتو کښې تيرولې، د ګناهونو سلسله به هم وه، او د هغه د ټيبل ټينس ډير زيات شوق وو، د مازيګر کيدلو سره به په ټيبل ټينس کښې مشغول شو او بعضې وخت به دا سلسله د شپې ناوخته پورې چليده، يو ځل د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته يو اسلامي ورور هغه ته او هغه سره لوبه کوونکو ته د لموُنځ کولو او هفته واره اجتماع کښې د شرکت کولو دعوت پيش کړو، اسلامي ورور مسلسل هغوئي ته د نيکئ دعوت پيش کولو پيش کولو، آخر دا چې د ټيبل ټينس شوقين هفته واره د سنتو ډکه اجتماع کښې شرکت شروع کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د هفته وارې اجتماع په برکت په ورو ورو د هغه زړۀ نرم شو، د هغه د زړۀ نه تور والے په ختميدو شو، هغۀ د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه اوکړه او فضول کارونه ئې پريښودل او د دعوت اسلامي پاکيزه ديني ماحول سره وابسته شو.