Book Name:Walidain-e-Mustafa
دي او څومره عجيبه صحابه دي، رسول الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک په عطا سره هغوئي راژوندي کړل، خپل مخ مبارک ئې ورښکاره کړو، کلمه ئي ورته اووئيله او په خپل امت کښې ئې شامل کړل، او درجه د صحابيت ئې ورکړه. داسې صحابيت د بل چا په برخه کښې نه دے راغلے.
اے عاشقانِ رسول! ’’صحابه“ ډير د لوئے مرتبے والا دي. قرآن و حديث نه ثابتې د اهلِ حق اهلِ سنت والجماعت دوه عقيدے دي: (۱): ولي چې څومره هم د لوئے مرتبے والا وي، د صحابي مرتبے ته نه رسي. (۲): ټول صحابه کرام جنتيان دي، هغوئي به د جهنم معمولي شان آواز هم نه اوري.
ہر صحابی نبی! جنتی! جنتی!
والدینِ نبی! جنتی! جنتی!
اے عاشقان رسول: آيا تاسو د صحابه کرامو رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُم شان پيژنئ! د صحابؤ شان دا دے چې د هغوئي د عزت کولو حکم د الله پاک آخري نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: ([1]) د صحابه کرامو رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُم شان دا دے چې هغوئي ته په امت کښې د ټولو نه زيات عزت والا فرمائيلے شوي دي. ([2]) د صحابه کرامو رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُم شان دا دے چې د هغوئي ليدونکي به اور نه مَس کوي.([3]) د صحابه کرامو رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهُم شان دا دے چې هغوئي سره مينه کول د الله پاک د رسول سره مينه کول