Book Name:Walidain-e-Mustafa
کوي..([1])
د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نيکۀ حضرت عبد المُطلِّب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ دا خوب ريشتونے ثابت شو، څه وخت پس هغوئي د فاطمه بنت عمرو مخزوميه سره نکاح اوکړه، د هغې نه والدِ مصطفي حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ پيدا شو، او بيا د عبدالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په کور کښې مالکِ دوجهان، نورِ خدا، احمدِ مجتبٰي، محمدِ مصطفٰي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم تشريف راوړو.
خدا نے بھیج کے نورِ نبی کو آپ کے گھر بتا دیا ہمیں راشد ہیں پیارے عبداللہ
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ولے چې د الله پاک د آخري نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نُور د حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په تندي کښې وو ځکه حضرتِ عَبَّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې کله حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پدا شو نو مخ مبارک ئې دا سې حليدلو لکه لـمر چې ځليږي، والِدِ مُحترم حضرتِ سَيِّدُنا عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې اوليدلو نو اُوئې فرمائيل: د دې ماشوم ډير ښکلے شان دے.([2])
د حضرت عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ايمان تازه کوونکے خوب
حضرت عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ فرمائي: ما خوب اوليدو چې د حضرت ”عبدالله“ رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د جسم نه يوه سپينه مرغئ والوَته او د مشرق نه مغرب ته اورسيده او بيا خانه کعبے ته راغله او کښيناسته، ټول قريش د هغې په وړاندې په سجده شو بيا هغه د زمکې او اسمان په منيځ کښې په اَلوَتو شوه. د قريشو يو خوب بيان کوونکي د خوب