Book Name:Walidain-e-Mustafa
نظر واچوو. چې چرته زمونږ په کورونو کښې خو د بےپردګئ خرابي نشته، که داسې وي نو چې بيا مونږ هغوئي ته د نيکئ دعوت ورکړو او پرده پرې شروع کړو، ځکه چې بےپردګي جهنم ته د بوتللو ذريعه ده او مونږ ته قرآن حکيم کښې الله پاک ارشاد فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا قُوْۤا اَنْفُسَكُمْ وَ اَهْلِیْكُمْ نَارًا وَّ قُوْدُهَا النَّاسُ وَ الْحِجَارَةُ (سورۂتحریم،پارہ۲۸،آیت۶)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان :: اے ايمان والو خپل ځانونه او د خپل کور کسان بچ کړئ د هغه اور نه د کوم اور خشاک چې انسانان او کانړي دي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ يو کرامت
د حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا والد حضرت وهب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ يوه ورځ د ښکار د پاره ځنګل ته لاړو، هلته هغوئي عجيبه منظر اوليدو چې حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د ښکار د پاره راغلے وو، په ځنګل کښې يواځې دے او د يهوديانو تقريباً لس کم سل کسانو ښکاره تُورې په لاس دي او هغوئي ئې راګير کړے دے. حضرت وهب فرمائي: ما چې يو قريشي ځلمے په مشکل کښې اوليدو نو زه د هغه د مدد کولو د پاره روانيدو والا ووم چې ناڅاپه څه په اسونو سواره خلق راښکاره شول او هغوئي د انسانانو په شان نه وو، هغوئي د راتللو سره په يهودي دستے باندې حمله اوکړه او يهوديان اوتښتيدل او هغه خلقو والدِ مصطفي حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ خپل کور ته په حفاظت اورسولو.([1])