Book Name:Walidain-e-Mustafa
لاندې کښيناستلو نو هغه به تکه شنه شوه او د هغوئي د پاره به راښکته شوه، * د والد مصطفٰي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شان اوګورئ چې هغوئي به د لات و عُزّٰي بتانو په خواه کښې تيريدلو نو د هغي [بُتانو] نه به د پيشو د چغو په شان آوازونه راتلل * د والد مصطفٰي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شان اوګورئ چې الله پاک د هغوئي مدد اوکړو چې په اسونو سواره مخلوق ئې راوليږلو او په هغوئي باندې حمله کوونکي ئې اوزغلول او هغوئي ئې په حفاظت سره کور ته اورسول.
والدِ مصطفےٰ جنتی جنتی
مادَرِ مصطفےٰ جنتی جنتی
والدینِ مصطفےٰ جنتی جنتی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! والدِ مصطفٰي حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ د ذبيح په لقب هم يادیږي، راځئ چې د دې لقب وجه واورو.
یوہ ورځ د حضور نيکۀ حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په حطيمِ پاک کښې آرام فرما وو، چې په خوب کښې حکم اوشو اِحْفِرْ زَمْ زَمْ يعني د زم زم کوهے اوکنه! کوم چې کلونه مخکښې بند کړے شوے وو، او ورسره د ځائے نشاني هم بيان کړے شوه. هغه وخت کښې د هغوئي يو ځوئ حارث وو، هغه ئې ځان سره کړو او کنستل ئې شروع کړل، چا هم په دې نيک کار کښې د هغوئي ملګرتيا اونَکړه، قريشو پکښې اُلټه رُکاوټ جوړ کړو بلکه بعضې بےوقوفو هغوئي ته تکلیف هم ورسولو، دغه وخت کښې هغوئي منښته اوکړه چې الله پاک ماله لس ځامن راکړي کوم چې زما مددګاران وي نو