Book Name:Walidain-e-Mustafa
اللہ نے کیا ماہِ کامِل ہلال کو ([1])
والدِ مصطفےٰ جنتی جنتی
مادَرِ مصطفےٰ جنتی جنتی
والدینِ مصطفےٰ جنتی جنتی
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د اللہ پاک ولیه سيده آمنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا
د الله پاک وليه سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا ته دا شرف حاصل وو چې د ولادت په ورځو کښې به ورته هره مياشت د انبياءکرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام زيارت کيدلو. دالله پاک وليه سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا ته دا شرف حاصل وو چې د ولادتِ مصطفٰي په وخت کښې ئې د مکے معظمے نه د شام محلات اوليدل. د الله پاک وليه سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا ته دا شرف حاصل وو چې هغې د ابابيلو له طرفه د اصحاب فيل د وهلو واقعه ليدلي وه. د الله پاک وليه سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا ته دا شرف حاصل وو چې هغې د نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وړوکوالي کښې د هغوئي د نبي کيدلو تصديق فرمائيلے وو.
خوږو اسلامي ورونړو! د نبيانو د سلطان رسولِ ذيشان صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهري ژوند کښې په ويښو سترګو د ايمان په حالت کښې زيارت کوونکو او د ايمان په حالت کښې د دنيا نه تلونکو ته صحابي وائي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! والدينِ مصطفٰې صحابيان