Book Name:Walidain-e-Mustafa
دې فن وزيرِ اعظم اووئيلو.
مولانا کفايت الله کافي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه په تحريکِ آزادئ 1857 کښې د جهاد فتوٰي ورکولو باندې ګرفتار کړے شو او د سخت تکليفونه ورکړے شُو، په جسم ئې ورته ګرمې استريانې اوګرځولې. په زخمونو باندې ئې ورله مالګې واچولې او آخر کار دې عاشقِ صادق له په چوک مراد آباد کښې د ټولو خلقو په مخکښې پانسي ورکړے شوه. د شهادت نه تقريباً 35 کاله پس د مولانا کافي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه قبر کولاؤ شو خلقو اوليدل چې د هغوئي جسم صحيح سلامت وو داسې لکه اوس اوس چې کفن ورکړے شوے وي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([1])
اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم