Book Name:Walidain-e-Mustafa
خوږو اسلامي ورونړو! راځئ چې د خوشبو د سُنَّتو او آدابو په باره کښې د اوريدلو سعادت حاصل کړو: مخکښې يو فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاحظه کړئ: څلور څيزونه د انبياء په سنتونو کښې داخل دي: نکاح، مسواک، حيا او خوشبو لګول.([1]) * حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خوشبو تحفه نه واپس کوله.([2]) * د جُمُعے لمُونځ د پاره خوشبو لګول مستحب دي.([3]) * په لمُونځ کښې د رب کريم نه مُناجات کيږي د دې د پاره زينت کول عطر لګول مستحب دي([4]) * نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه ښه خوشبو لګوله او نورو خلقو ته به ئې هم د دې ترغيب ورکولو([5]) * ناخوشګواره يعني بد بوئي به نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ خوښوله.([6]) * نارينؤ له په خپل لباس باندې داسې خوشبو لګول پکار دي چې د هغې خوشبو خوريږي خو د رنګ وغيره داغ ئې نه ښکاري. ([7]) * د زنانؤ د پاره د خوشبو ممانعت په هغه صورت کښې دے چې هغه خوشبو پردو نارينؤ ته اورسي، که هغه په کور کښې عطر اولګوي او د هغې خوشبو خاوند يا اولاد، مور پلار ته رسيږي نو څه حرج نشه.([8]) * اسلامي