Book Name:Walidain-e-Mustafa
زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.
د الله پاک د آخري نبې، محمد عربي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم نيکۀ حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ خوب اوليدلو: يوه ونه ده چې هغه په اوچتوالي کښې اسمان ته رسي او خاخونه ئې د مشرق او مغربه پورې خوارۀ شوي دي، د هغې نه د نور يوه رنړا ښکاريږي چې د هغې رنړا د نمر د رنړا نه اويا چنده زياته ده، عرب او عجم د دې په وړاندې په سجده دي او لمحه به لمحه د دې نُور زياتيږي، د قريشو يوه ډله د دې په خاخونو پسې انښتې ده او بعضې قريش د دې د پریکولو کوشش کوي خو چې څنګه دوئي د ونې خواه ته ځي يو ښکلے ځوان دوئي شاته ديکه کوي، د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيکۀ حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ فرمائي: ما د هغه نه زيات ښکلے ځوان چرته نه دے ليدلے، او نه مې د هغه د خوشبو نه ښکلے خوشبو بوئي کړي ده، د قريشو هغه خلق چې ونه پریکول غواړي، دا ځوان د هغوئي پوښتئ ماتَوِي او د هغوئي سترګې ړندوي، چې سترګې ئې اُوغړيدلې نو د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيکۀ حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ډير زيات ويريدلے وو، د مخ رنګ ئې هم بدل شوے وو، په دې کيفيت کښې په ويره ويره کښې د قريشو يو خوب بيان کوونکي خواه ته اورسيدو، هغه ته چې ئې خوب بيان کړو نو د هغه هم رنګ هُم اوتښتيدو، بيا هغه اووئيل: که دا خوب رښتيا وي نو ستا په اولاد کښې به يو کس د مشرق او مغرب مالک وي، او خلق به د هغه پيروي