Book Name:Walidain-e-Mustafa
ځلیدلو، هغوئي به د دې برکتونه ليدل، يوه ورځ د خپل والدِ محترم حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په خدمت کښې حاضر شو او اوئې وئيل: زما نه دوه د نور رنړاګانې اُوځي او خورے شي، په هغې کښې يوه په مشرق او بله په مغرب باندې خوره شي بيا دا دوانړه د نور رنړاګانې ګول راتاؤ شي او د وريَځې په شان شي، بيا آسمان کولاو شي او دوانړه رنړاګانې اسمان ته لاړې شي او په يو ساعت کښې واپس راشي، او زه چې کوم ځائے کښې کښينم د زمکې نه آواز راځي: اے هغه کسه په چا کښې چې نورِ مُصطَفىٰ د امانت په طور کيښودے شوے دے، په تاسو دِ سلام وي! کله چې په وچه زمکه يا د وچې ونې لاندې کښينم هغه فوراً تکه شنه شي او د هغې خاخونه په ما باندې راښکته شي، کله چې د هغه ځائے نه پاڅم نو واپس خپل حالت ته راشي. دا چې ئې واوريدل نو حضرت عبد المُطَّلِب رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ اوفرمائيل: ځويه! مبارک شه! زما اميد دے چې هغه نورِ مکرم د کوم چې مونږ سره وعده شوي ده، هغه به ستا نه ښکاره کيږې، ستا د پيدائش نه مخکښې چې ما کوم خوبونه ليدلي دي د هغې نه هم دا اشاره ملاويږي چې ته به د دوانړو جهانونو د ټولو نه زيات عزت والا رسولِ خدا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والد جوړيږې.([1])
والدِ مصطفٰی حضرت عبداللہ رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ به چې کله هم د عربو د دوو غټو بُتانو ”لات او عزّٰی“ په خوا تیریدلو نو هغوئي به د پيشو په شان چغې وهلې او په ژړا کښې به ئې وئيل: اے هغه انسانه په چا کښې چې نورِ مصطفٰي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم بطورِ امانت کيښودے شوے دے! ستا زمونږ سره څه تعلق! زمونږ او د ټولې دنيا د بُتانو