Book Name:Walidain-e-Mustafa
هلاکت به د ’’محمد‘‘ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په دَستِ حق باندې کيږي.([1])
شک ان کے ایمان پہ کرنے سے پہلے یاد رکھو
مرے رسول کے والِد ہیں پیارے عبداللہ
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو اسلامي ورنړو! الله پاک نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم په داسې خاندان کښې راوليږو د چا په حسب و نسب کښې چې د هيڅ قسمه د پيغور خبره نه وه. د نبي کريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والد او والدہ دوانړه د عربو د خاندان د بهترينو قبيلو، بهترين قوم او بهترين شاخ نه وو. دا هم حقيقت دے چې د رسول پاک صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټوله شجرۀِ نسب محترمه او په نامورو شخصياتو باندې مشتمله ده، هغه ټول د خپل قوم سرداران او رهنما وو او په معاشره کښې ئې مرکزي حيثيت لرلو. د الله پاک د آخري نبي مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نيکونه ټول د يو الله پاک منونکي وو. په هغوئي کښې يو هم داسې نه وو چې د الله پاک نه علاوه د بل چا عبادت ئې کړے وو.
سيدِ دو عالم شاهِ اولادِ آدم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيل: چې کله هم خلق دوه ډلې شوي دي نو زه الله پاک په بهتره ډله کښې راوستے یم زه د خپل مور پلار نه داسې پيدا شوم چې د جاهليت د زمانے يوه خبره هُم ما ته نه ده رارسيدلې او زه د خالص نکاحِ صحيحه نه پيدا شوے يم، د آدم عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم نه واخله زما د والدينو پورې، زما نفس ستاسو ټولو نه افضل او زما والدین ستاسو د ټولو د والدينو نه بهتر دي.([2])
والدِ مصطفےٰ جنتی جنتی