Book Name:Walidain-e-Mustafa
صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت کړے دے؟ هغوئي اوفرمائيل: آؤ. ما عرض اوکړو: چې د حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلے ارشاد راته بيان کړئ چې زه ئې ستاسو نه روايت کړم. هغوئي اوفرمائيل: چې مونږ د الله پاک د حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چې کوم کس په ما باندې درود شريف اولولي د هغه زړۀ د نفاق نه داسې پاک کړے شي لکه څنګه چې په اوبو کپړه پاکه کړے شي او چې کوم کس ”صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد‘‘ اُووائي نو هغه د خپل ځان د پارہ د رحمت اويا دروازے بیرته کړي. (القول البدیع، ص 277، جذب القلوب ، ص 235)
عاصیو جُرم کی دوا ہے دُرود کیا دوا عینِ کیمیا ہے دُرود
ایک ساعت میں عمر بھر کے گناہ کرتا معدوم او رفنا ہے دُرود
چھوڑیو مت دُرود کو کافی راہِ جنت کا رہنما ہے دُرود[1]
د اشعارو مختصر تشريح: اے ګناه ګارو درود شريف د هر جرم علاج دے بلکه د جرم په معافئ کښې داسې يو نادره څيز دے چې په يو ساعت کښې د ټول عمر ګناهونه ختموي لهٰذا اے کافي! درود شريف وئيل مه پريږده ځکه چې د جنت د لارې د پاره دا د رهنما حيثيت لري.
خوږو اسلامي ورونړو! د دې اشعارو ليکونکے مولانا کفايت الله کافي شهيد رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه دے چاته به چې امام اهلِسنت مولانا شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د نعتونو سلطان وئيلو لکه څنګه چې هغوئي فرمائي:
کافی سلطانِ نعت گویاں ہے رضا اِنْ شَآءَ اللہ میں وزیراعظم
يعني مولانا کافي ته ئې د نعتونو سلطان اووئيلو او خپل ځان ته ئې د عاجزئ په طور د