Book Name:Walidain-e-Mustafa

سبحن الله! اُمِّ مصطفٰي ، حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا په داسې ماحول کښې هم باپرده  و باحيا اوسيدله. معلومه شوه چې د لوئے عقل والا خلق د زمانے ړوند تقليد نه کوي بلکه د عقل او هوښيارئ نه کار اخلي او اعلٰي کردار و اخلاق خپلَوي  او دا هم معلومه شوه  چې د جاهليت په زمانه کښې بےپردګي د بےعقلو بلکه د الټه عقل والا خلقو کار وو. ګنې د هغه وخت خلقو به پرده دارې زنانه حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا ته ”حکيمه “  يعني عقل منده او هوښياره“ لقب ولے ورکولو. د سيده آمنه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا شان اوګورئ چې الله پاک هغه د خپل محبوب د پاره د مور په طور منتخب کړه، د سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا شان اوګورئ چې هغه په خپل قوم کښې د اعلٰي نسب والا وه. د سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا شان اوګورئ چې د خپلې زمانے د ټولو نه د نيکو صفاتو والا صحابيه زنانه وه. د سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا شان اوګورئ چې هغه د اعلٰي اخلاقو او کردار مالکه وه د سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا شان اوګورئ چې هغه انتهائي پاکيزه زنانه وه.

      خوږو اسلامي ورونړو! مونږ واوريدل چې سيده، طاهره، والدۀ ماجده حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا د جاهليت په زمانه کښې هم باپرده اوسيدله. الله پاک د اسلام په ذريعه په زنانؤ باندې دا احسان اوکړو چې هغوئي ته ئې د پردے حکم اوفرمائيلو. او دا حکم په بيشميره حکمتونو باندې مشتمل دے. پرده کول د زنانؤ د عزتونو حفاظت دے، پرده د زړونو د پاکوالي او طهارت ذريعه ده، پرده د زنانه د فطري حيا تقاضه ده، پرده د جديد سائنس په اعتبارسره د مخ څرمن د نمر د شعاع ګانو نه بچ کوي، پرده څرمن د ګرمئ د ګرم والي د سوزيدو نه او خرابيدو نه بچ کوي. او پرده د مخ د بيمارو باعث جوړيدونکي خاورې  نه او د ذراتو نه بچ کول کوي.

      خوږو اسلامي ورونړو! د دې خبرو د بيانولو مقصد دا دے چې مونږ په خپلو کورونو