Book Name:Walidain-e-Mustafa
دي او هغوئي سره بُغض کول د الله پاک د رسول سره بُغض کول دي([1]) او د هغوئي دفاع کولو والا به په ورځ د قيامت د الله پاک د آخري نبي محمد عربي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حفاظت کښې وي. ([2])
والدين مصطفٰي صحابيان دي او هر صحابي جنتي دے. والدين مصطفٰي صحابيان دي او صحابه د دې امت د ټولو نه بهترين افراد دي. والدين مصطفٰي صحابيان دي او هر صحابي د دې امت د پاره امان دے. والدين مصطفٰي صحابيان دي او هر صحابي سره مينه کول د حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مينه کول دي. والدين مصطفٰي صحابيان دي او هغوئي سره بغض کول د حضور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره بغض کول دي. والدين مصطفٰي صحابيان دي او کوم صحابي چې کوم ځائے وفات شي صبا په ورځ د قيامت به د هغه ځائے اوسيدونکو د پاره پيشوا او نُور وي.
حکيم الامت، مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: د نبيانو د سردار، د مدينے تاجدار صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پيدائش نه مخکښې د هغوئي د تشريف آورئ شُهره وه. خلقو د هغوئي د نُبُوَّت، او د هغوئي د بُت شکنئ او نورو صفاتو خطبے وئيلې، حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ډير عجائبات پخپله اوليدل. سيده آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا به د ولادتِ پاک په ورځو کښې ډير عجائبات ليدل د اصحابِ فيل عجيبه واقعه ئې اوليدله چې د فيل ډله ابابيلو مړۀ کړل، هره مياشت به يو پيغمبر په خوب کښې حضرت آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا ته د حضور د ولادت خوشخبري، او د هغوئي د اوصافو خبر ورکولو هغې د ولادت مصطفٰي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په وخت کښې د مکّے مُکَرَّمے نه د شام محلات