Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
پريښودے، خو چې د کپړے عيب پيژندلو والا له مې راوړه، نو هغه په كپړه کښې ډير عيبونه را اُووِيستل، چې داسې حال دا دے نو زما د نيكو اعمالو به څه كيږي؟ چې كله زما نيك اعمال د الله پاك په بارګاه كښې پيش شي نو معلومه نه ده چې په هغې كښې به څنګه څنګه عيبونه را اُوځي چې د هغې نه نن زه بے خبره يم. ([1])
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه چې زمونږ اعمال د دې لائق نه دي چې مونږه د خپلو اعمالو په ذريعه جنَّت ته اورسو، صرف د الله پاک د رحمت اُمِّيد ساتل پکار دي، صرف د هغه په فضل و كرم به جنَّت نصيب كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په حديثِ پاك كښې دي: په تيرو اُمَّتونو كښې يو بُزُرګ وو، د سمندر په مينځ كښې به په يو غر باندې يواځې اوسيدلو، الله پاك د هغه د پاره د انار يوه ونه را زرغونه كړي وه او يوه د خوږو اوبو چينه ئې ورله جاري کړي وه، هغه به انار خوړلو او اوبه به ئې څښلې او شپه ورځ به ئې د الله پاک عبادت كولو، په دې حال كښې پينځه سوه كاله تير شو. آخر دا چې آخري وخت ئې راغلو، حضرت عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام [د هغه نه روح اخستلو د پاره] راغلو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو: ما ته دومره مهلت راكړئ چې زه اودس اوكړم او دوه ركعته لمُونځ ادا كړم، چې كله د آخري ركعت په سجده پريوځم