Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

نو رُوح را نه واخلئ. حضرت عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام ورته اوفرمائيل: صحيح ده، ما ستا د پاره دومره اجازت راوړے دے. پس هغوئي اودس اوكړو، دوه ركعته لمُونځ ئې ادا كړو او د دويم ركعت په سجده كښې ترينه رُوح واخستلے شو.

هغه بزرګ تر اوسه پورې په سجده كښې دے او بدن ئې هم سلامت دے. حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې عرض اوكړو: مونږه چې كله د آسمان نه راكوزيږو يا آسمان طرف ته ځو نو وينو چې هغه بُزُرګ هُم هغه شان د سجدے په حالت کښې پروت دے.

     په حديثِ پاك كښې ارشاد دے: دا بنده چې په ورځ د قيامت د الله پاك په بارګاه كښې پيش كړے شي نو الله پاك به فرښتو ته حكم اوكړي: اِذْھَبُوْا بِعَبْدِی اِلٰی جَنَّتِیْ بِرَحْمَتِی يعني زما بنده زما په رحمت جنت ته بوځئ!

      هغه وخت به د هغه د خُلې نه اوځي: ”يا الله! زما په عمل.“ يعنې ما عمل داسې كړے دے چې زه د خپل عمل په وجه د جنَّت حقدار يم. د الله پاك حكم به اوشي: دا بيرته راولئ! او ميزان ته ئې اودروئ! بيا به د هغه د پينځَؤ سوو كالو عبادت د ميزان په يو طرف کښې كيښودے شي او په دُنيا كښې چې د پينځَؤ سوو كالو پورې هغه ته كوم نعمتونه عطا شوي وو په هغې كښې صرف يو نِعمَت ”سترګه“ په طرف كښې كيښودے شي نو صرف د سترګې وزن به د پينځَو سوو كالو د عبادت نه زيات شي. نو حكم به اوشي: زما بنده زما په عدل جَهَنَّم ته بوځئ!