Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama
صدقه او خيرات نه ورکول هُم د کافرو طريقه ده۔ افسوس! اوس په مسلمانانو کښې هُم د غريبانو او مسکينانو خير خبر اخستلو والا ډير کم خلق دي۔
د مَدَني چينل يو پروګرام دے: عبرتناک خبرونه، په دې پروګرام کښې هُم دا کال 1442 هجري کښې د شَعْبَانُ الْمُعَظَّم په مياشت کښې د دعوتِ اسلامي د مرکزي مجلِسِ شوریٰ نګران حضرت مولانا محمد عمران عطاري مدّ ظِلُّهُ الْعالِی زمونږ د خپل خوږ وطن پاکستان يو خبر بيان کړو، د هغې خلاصه دا ده چې د پاکستان په يو ښار کښې يو کس ډير زيات غريب وو، په ټول کور لوَږې تيريدلي، د غريب دوو ماشومانو د لوَږې نه ژړل، کار ئې هُم نه چليدو، آخر دا چې يوه ورځ ئې ماشومانو د شودو د پاره ژړل، مور او پلار ئې ژړا برداشت نه کړے شوه او خپل بچي ئې په خپلو لاسو قتل کړل او پخپله ئې هُم خودکشي اوکړه او په حرام مرګ مړه شُو۔
مونږ د الله پناه غواړو! مونږ د الله پناه غواړو! يقيناً د هغوئي دواړو خپل بچي قتل کول هُم ګناهِ کبيره ده او خود کُشي کول هُم ناجائزه او حرام او جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے خو د دې سره بِالخصوص خو د دې سره سره بِالخصوص د هغوئي د ګاونډيانو د پاره او بالعُمُوم د ټولو مسلمانانو د پاره په دې واقعه کښې ډير عبرت دے! که مونږه د خپلو ګاونډيانو خيال ساتلو والا جوړ شو، د مسکينانو خبر اخلو او د خپل وس مناسب د هغوئي امداد کوو نو شايد چې مونږه داسې بے اسره مسلمانان د داسې قدم اوچتولو نه حصارولے شو۔ اے عاشقانِ رَسُول! که مونږه د خپلې معاشرے نه غُربت نه شو ختمولے نو کم از کم د خپلو يو څو پيسو په ذريعه د غريبانانو په لوَږه کښې څه کمے خو