Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

راوستلے شو۔ افسوس! د غريبانو او مسکينانو مدد نه کول خو د کافرو طريقه وه خو اوس ډير داسې کافِر شته چې هغوئي ويلفيئر سوسائټي چلوي خو ياد ساتئ! د کافرو دا اعمال د دُنيا د حده پورې دي هغوئي ته به د خپلو داسې اعمالو بدله په هُم دې دُنيا کښې ورکړے شي او په آخرت کښې د هغوئي هيڅ حِصَّه نشته او د مسلمان د پاره خو اَلْحَمْدُ لِلّٰه په دې دُنيا کښې هُم بدله ده او په آخرت کښې هُم د جَنَّت اوچت نعمتونه دي، بے شکه صَدَقه او خيرات کوونکي صَدَقه او خيرات کوي هُم، د غريبانانو مدد هُم کوي خو دا کار صرف د يو څو کسانو نه دے بلکه د ټولو مسلمانانو دے، هر مسلمان ته پکار دي چې څه نه څه صَدَقه او خيرات لازمي کوي او څوک چې غريب وي هغه له پکار دي چې هغه هُم د [څه نه څه] صَدَقه او خيرات ذِهن جوړ کړي۔

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه زمونږه دينِ اسلام خو مونږ ته د ايثار او قربانئ او همدردئ درس راکوي، زمونږه خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ”څوك چه د كوم يو څيز خواهش لري، بيا هغه خپل خواهش پريږدي او په خپل ځان (بل څوك) غوره كړي [يعني بل ته ئې وركړي]، نو الله پاک به هغه اُوبخښي.

      سُبْحٰنَ الله! که مونږه د جَنَّت حاصلولو د پاره، د الله پاک د بارګاه نه د مغفرت خيرات حاصلولو د پاره خپل خواهشات کم کړو، يو څو نوړئ کمې اوخورو او د خپل آمدن نه يو څو پيسے بچت کوو او په غريبانو او مسکينانو باندې ئې خرچ کوو نو سوچ اوکړئ چې الله پاک به زمونږ نه څومره راضي