Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

نِيَّت اوکړئ چې، * نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * چې څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      په ”تفسيري عزيزي“ كښې دي: يو ځل زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تيرو اُمَّتونو او د هغوئي د اوګږدو اوګږدو عمرونو مُتَعَلِّق غور اوكړو او د خپل اُمَّت لږو عمرونو ته ئې اوکتل نو د غمخوارِ اُمَّت، تاجدارِ رسالت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په زړه مبارك کښې د خپل اُمَّت د پاره مهرباني نوره زياته شوه، او په دې سوچ كولو ډير غمژن شولو چې زما اُمَّتيان كه ټول ژوند ډيرې ډيرې نيكئ اوكړي نو بيا هم د پخوانو اُمَّتونو برابري نه شي كولے.

    چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك زړه پريشانه شو، نو د الله پاك رحمت په جوش كښې راغلو او د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تَسَلَّئ د پاره ئې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د لَيْلَةُ الْقَدْر تُحفه عطا كړه. چنانچه ارشاد اوشو:

اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةِ الْقَدْرِۚۖ(۱) وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِؕ(۲) لَیْلَةُ

مفهوم ترجمہ کنز الایمان: بيشكه مونږه دا [قرآن] د قدر په شپه كښې نازِل كړو او ته څه پوهه شوې چه څه