Book Name:Ahal Jannat-o-Ahal Jahannum Ka Mukalama

الْقَدْرِ ﳔ خَیْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْرٍؕؔ(۳) تَنَزَّلُ الْمَلٰٓىٕكَةُ وَ الرُّوْحُ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْۚ-مِنْ كُلِّ اَمْرٍۙۛ(۴) سَلٰمٌ ﱡ هِیَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ۠(۵)

   (پارہ30،سورۃالقدر:1تا5)

ده د قدر شپه؟ د قدر شپه د زرو مياشتو نه غوره ده، په دې كښې فرښتے او جِبرِيل راكوزيږي د خپل رب په حُكم، د هر كار لپاره، هغه سلامتي ده د  صبا  ځليدو پورې.

       سُبْحٰنَ الله! څه شان دے زمونږ د آقا محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د خپلو اُمَّتيانو فِكر شو نو الله پاك د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زړه خوشحالولو د پاره اُمَّت ته د شَبِ قدر په شان عَظِيمُ الشَّانه نعمت عطا كړه.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! نن د رَمَضَانُ المُبَارَك ووه وِيشتمه شپه ده او د علمائے كرامو د يو لوئي اکثريت په هُم دې اِتِّفاق دے چې د رَمَضَانُ المُبَارَك ووه وِيشتمه شپه ” لَيْلَةُ الْقَدْر“ وي. مونږه اُمِّيد لرو چې ! نن شبِ قدر ده، نن د بخښنې  شپه ده، نن د رحمتونو شپه ده، نن هغه شپه ده په كومه كښې چې عبادت كول د زرو مياشتو د عبادت نه بهتر دي، نن د سلامتيا شپه ده، حضرت عبدُ الله بِن عباس رَضِیَ الله عَنْهُما نه روايت دے، سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: چه كله شَبِ قَدر راشي نو په حُكمِ اِلٰهى (حضرتِ) جِبرِيل (عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ  وَالسَّلَام) يو شِين بَيراغ [جَنډه] راغستې د فرښتو د ډير لوئي فوځ سره زمكې ته راكُوز شي (او د يو رِوايت مطابق: ”د دې فرښتو شمير د زمكې