Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
وَ لَا تُصَلِّ عَلٰۤى اَحَدٍ مِّنْهُمْ مَّاتَ اَبَدًا وَّ لَا تَقُمْ عَلٰى قَبْرِهٖؕ- (پارہ10،سورۃالتوبۃ:84)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او د هغوئي نه د هیڅ چا په مړي باندې هم د جنازے لمُونځ مه كوئ او مه د هغه قبر ته اودريږئ.
* يو ځل ”اِبْنِ صُوريا“ كافِر اووئيل چې: مونږه د جبريل عَلَيْهِ السَّلام دُښمنان يُو، كه ستاسو نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ميكائيل عَلَيْهِ السَّلام وحي راوړلے نو مونږه به كلمه لوستلې وے د هغه بدبخته په داسې ګستاخه خبره باندې حضرت عُمَر فاروق رَضِیَ الله عَنْهُ اوفرمائيل: مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَ مَلٰٓىٕكَتِهٖ وَ رُسُلِهٖ وَ جِبْرِیْلَ وَ مِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ ۔
دلته حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ دې كافِر ته دا جواب وركړو او هلته حضرت جبريل عَلَيْهِ السَّلام د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او دا جمله قرآني آيت جوړه شوه او نازله شوه، الله پاك فرمائي:
مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِّلّٰهِ وَ مَلٰٓىٕكَتِهٖ وَ رُسُلِهٖ وَ جِبْرِیْلَ وَ مِیْكٰىلَ فَاِنَّ اللّٰهَ عَدُوٌّ لِّلْكٰفِرِیْنَ(۹۸) (پارہ1،سورۃالبقرۃ:98)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: څوك چې د الله او د هغه د رسول او د هغه د فرښتو او د جبريل او ميكائيل دُښمن وي نو الله د كافرانو دُښمن دے.
* دغه شان د اسلام نه مخكښې شراب حلال وو، يو ځل حضرت عُمَرفاروق رَضِیَ الله عَنْهُ دُعا اوكړه: اَللّٰہُمَّ بَیِّنْ لَنَا فِی الْخَمْرِ ، اِلٰهي! د شرابو په مُعامَله كښې زمونږه راهنمائي اوفرمائې. په دې باندې دا آيتِ كريمه نازل شو:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَقْرَبُوا الصَّلٰوةَ وَ اَنْتُمْ سُكٰرٰى حَتّٰى تَعْلَمُوْا مَا تَقُوْلُوْنَ (پارہ5،سورۃالنساء:43)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: اے اِيمان والو! د نشے په حالت كښې لمَانځه ته مه نِزدے كيږئ تر څو پورې چې پوهه نه شئ په هغه خبره كومه چې تاسو وائې.