Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
نه به يوه خبره اووتله، په هغې باندې به آيتِ كريمه نازل شو، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ به يو كار اوكړو، د هغې په دُرُست كيدلو باندې به د قرآنِ كريم آيت نازل شو. دا ټول 20 يا د دې نه هم زيات آيتونه دي كوم چې د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د رائے مُوافِق نازل شوي دي، دې ته ”مُوافقاتِ عُمَر“ وئيلے كيږي.
مثلاً * يو ځل حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! آيا مونږه مقامِ اِبراهيم مُصَلّٰـى(د لمَانځه ځائے) جوړ نه کړو؟، په دې باندې دا آيتِ كريمه نازل شو:
وَ اتَّخِذُوْا مِنْ مَّقَامِ اِبْرٰهٖمَ مُصَلًّىؕ- (پارہ1،سورۃالبقرۃ:125)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او ( اے مسلمانانو!) تاسو د ابراهيم د اودريدلو مقام د لمَانځه ځائے جوړ كړئ.
* يو ځل حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! كه مونږه د صَفا او مَروَه په مينځ كښې سعي كوو (يعنې چكرې لګوو) نو (څومره به ښه وي...!) په دې باندې دا آيتِ كريمه نازل شو:
اِنَّ الصَّفَا وَ الْمَرْوَةَ مِنْ شَعَآىٕرِ اللّٰهِۚ-فَمَنْ حَجَّ الْبَیْتَ اَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَیْهِ اَنْ یَّطَّوَّفَ بِهِمَاؕ- (پارہ2،سورۃالبقرۃ:158)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه صفا او مروه د الله د نښو نه دي نو څوك چې د دې كور حج يا عُمره اوكړي په هغه باندې څه ګناه نشته چې د دې دواړو چكرې اولګوي.
* عبدُ الله بِن اُبَـئ كوم چې د منافقانو سردار وو، كله چې هغه مړ شو، هغه وخت حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ عرض اوكړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!چې د دې كافِر مُنافِق د جنازے لمُونځ دِ اونكړے شي، په دې باندې حُكمِ قرآني نازل شو: