Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
بيشكه الله پاك د عَرَفے په شپه په مسلمانانو باندې عام فخر فرمائي او په عُمَر باندې خاص فخر فرمائي، بيشكه مخكښې چې څومره انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام تشريف راوړے دے، د هغوئي په اُمَّت كښې به یو مُحَدِّث وو، كه زما په اُمَّت كښې څوك مُحَدِّث دے نو هغه عُمَر دے. صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان تپوس اوكړو: يَا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څنګه مُحَدِّث؟ اوئې فرمائيل: هغه د چا په ژبه چې فرښتے خبرې كوي. ([1])
زمونږ په عُرف كښې چې عام طور كوم لفظ مُحَدِّث وئيلے كيږي مثلاً مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته مُحَدِّثِ اعظم وئيلے كيږي، د دې نه مراد د حديث شريف ډىر لوئ عالِم دے، او په دې حديثِ پاك كښې چې كوم لفظ ” مُحَدِّث “ راغلے دے، د دې نه مراد هغه كس دے د چا په ژبه چې فرښتے كلام كوي او هغه مُحَدِّث حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ دے.
* په يو حديثِ پاك كښې دي: اِنَ اللہَ جَعَلَ الْحَقَّ عَلیٰ لِسَانِ عُمَرَ وَ قَلْبِہٖ بيشكه الله پاك د عمر په ژبه او زړه باندې حق ايښودے دے. ([2]) * د طَبراني شريف په حديثِ پاك كښې دي، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: عُمَر زما سره دے او زه د عُمَر سره يم، زما نه پس چې عُمَر چرته وي، حق به هغه سره وي.([3]) * په حديثِ پاك كښې دي: خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: په آسمان كښې هره يوه فرښته د عُمَر عِزَّت كوي او په زمكه هر يو شيطان د عُمَر نه لرې تښتي.([4])