Book Name:Quran Aur Farooq e Azam
وينا ده چې د مُوافقاتِ عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ منلو سره د خَتْمِ نَبُوَّت اِنكار لازميږي، مَثَلاً كه مونږه اومنو چې يوه جمله كومه چې حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ اووئيله، بيا هغه جمله قرآني آيت جوړه شوه، نو د دې مطلب دا شو چې په حضرت عُمَر فاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ باندې به مَعاذَ الله! وحي نازليده او دا د خَتْمِ نَبُوَّت اِنكار دے، لِهٰذا مُوافقاتِ عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ منل صحيح نه دي.
دا د دغه ناپوهه خلقو اعتراض دے. د دې اعتراض د جواب په طور دوه مدني ګلونه په ذِهن كښې اوساتئ! * وړومبے مدني ګل دا د ياد ساتلو دے چې ”دِين“ مونږ ته د روايت په ذريعه رارسيدلے دے، د عقل په ذريعه نه دے راغلے. يعنې څه چې په قُرآنِ كريم كښې دي، څه چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي، د هغې د منلو نوم دِين دے، نو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې څه فرمائيلي وو، هغه ټول صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان واوريدل او مخكښې ئې بيان كړل، بيا د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان نه تابعينو واوريدل، د تابعينو نه تبع تابعينو واوريدل، بيا تبع تابعينو وروسته خلقو ته بيان کړل، په داسې ښودلو ښودلو مونږ ته دِين رارسيدلے دے، اوس دا د روايت طريقه يعنې يو كس د ځان نه پس خلقو ته د دِين خبرې زده كړې، او اوښودلې، د دې په باره كښې اُصول مقرر دي، بس كومه خبره چې مونږ ته را اورسي، او د هغې اُصُولو مطابق وي، هغه به قبليږي، كه زمونږه عقل د هغې خبرې مُوافِق وې نو په دې باندې د الله پاك شُكر ادا كول پكار دي، او كه زمونږه په عقل كښې هغه خبره نه راځي نو مونږ به په عقل پسې نه ځُو بلكه د دِين هغه خبره، حديثِ پاك او د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هغه اقوال به منو، د عقل تابعداري به نه كوو، لِهٰذا چې كله احاديث موجود دي چې حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د دې اُمَّت مُحَدِّث دے، د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په ژبه باندې فرښتے خبرې كوي، د هغوئي رَضِیَ الله عَنْهُ په ژبه باندې الله پاك حق ايښودے دے، څومره ډير