Book Name:Quran Aur Farooq e Azam

بالفرض که ممكن وے نو بيا به حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ نبـي جوړيدے. معلومه شوه چې څه شوي دي او د قيامته پورې به څه كيږي، دا خو په غيبو باندې خبردار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلوم دي او ورسره ورسره خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا هم معلوم دي چې کوم څه نه دي شوي كه هغه کيدے نو څنګه به کيدے، سُبْحٰنَ الله! دا د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم علمِ غيب دے.

عَالِمُ الْغَیْب نے ہر غیب سے  آگاہ کیا          صدقےاس شان کی بینائی و دانائی کے([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوس دا حديثِ پاك ” كه زما نه پس څوك نبـي وے نو ضرور عُمر به وے“ د دې حديثِ پاك اصل مطلب باندې هم ځان پوهه کړئ! د اعلٰى حضرت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د وضاحت مطابق د دې حديثِ پاك مطلب دا دے چې نَبُوَّت كسبي نه دے يعنې هيڅ څوك په خپل كوشش، محنت سره نبـي نه شي جوړيدے بلكه الله پاك چې چا له غوښتل نُبُوَّت ئې ورعطا کړے دے، او الله پاك د نَبُوَّت دا تاج صرف د هغه هستئ په سر ايښودے دے کوم ئې چې د دې لائق جوړکړي دي، په دې اعتِبار سره كه اوکتل شي، نو هغه ټول اوصاف كوم چې په انبياؤ عَلَيْهِمُ السَّلام كښې وي، هغه ټول اوصاف په حضرت عُمَر رَضِیَ الله عَنْهُ کښی موجود وو خو الله پاك هغوئي نبـي جوړ نه كړو، ولے ئې جوړ نه كړو....؟ په دې وجه چې د الله پاك آخري نبـي، رَسُولِ هاشَمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړے وو، اوس د نَبُوَّت دروازه بنده شوي ده، اوس به تر قيامته پورې بل نوے نبـي نه راځي. ([2])


 

 



[1]...ذوق نعت، صفحہ:239۔

[2]...فتاوٰی رضویہ، جلد:15، صفحہ:673۔