Book Name:Quran Aur Farooq e Azam

به قرآنِ كريم دركړم، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ اودس اوكړو، قرآنِ كريم ئې په لاس كښې را واخستلو، بيرته ئې كړو، د سورۀ طٰهٰ آيتونه ئې مخې ته وو، هغه ئې لوستل شروع كړل، چې دې آيت ته را اورسيدلو:

اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْۙ-   (پارہ16،سورۂ  طٰہٰ:14)             

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه زه الله يم، زما نه سِوا بل څوك معبود نشته نو زما عبادت کوه.

    بس چې د دې ځائے پورې ئې اولوستلو نو قرآنِ مجيد خپل اثر ښكاره كړو، د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ زړه نرم شو، په زړه كښې ئې د اِيمان نور پيدا شو، [پاڅيدلو او لاړو] د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو، كلمه ئې اولوستله، د هغوئي په مسلمانيدلو مسلمانانو په اوچت آواز د تكبير نَعره اولګوله چې د هغې آواز حرمِ كعبه ته اورسيدلو.  دغسې حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ په اسلام كښې داخل شو. ([1])

اے عاشِقانِ رسول! اوګورئ! د حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ د قرآنِ كريم سره څومره مضبوط تَعَلُّق دے، په صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان كښې بعضې هغه دي كوم چې د مُعجِزاتو په ليدلو مسلمان شوي دي، بعضې صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هغه دي كوم چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقو نه په مُتَاَثِّره كيدلو باندې مسلمانان شوي دي، بعضې صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هغه دي كوم چې د دلائلو په اوريدلو مسلمانان شوي دي، بعضې صحابه كرام مَثَلاً حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ بغير د څه دليل او مُعجزے نه مسلمانان شوي دي، بعضې صحابه كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د قرآنِ كريم په اوريدلو يا لوستلو سره مسلمانان شوي دي، كوم صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان چې د قرآنِ


 

 



[1]...اتحاف الخیرۃ المھرۃ، کتاب:الفضائل، باب:فضائل عمر ، جلد:9، صفحہ:221تا222، حدیث:8865خلاصۃً۔