Book Name:Walidain-e-Mustafa
په تعبير کښې اووئيل: دا خوب ريشتونے دے د حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په کور کښې به ځوئ پيدا کيږي، د مشرق او مغرب خلق به د هغوئي پيروي کوي.([1])
نبی کے صدقے میں کیا کیا عنایتیں نہ ہوئیں
ہو چشمِ عدل تو شاہِد ہیں پیارے عبداللہ
يعني والدِ مصطفي حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ باندې الله پاک د آخري نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په برکت ډير عنايتونه فرمائيلي دي که د انصاف په نظر اوکتلے شي نو په دې عنايتونو باندې د حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ ذات ګواه دے.
خوږو اسلامي ورونړو! والدِ مصطفي حضرت عبدالله رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ بےشکه و شبهه پاک صفا او د بنو هاشم نيک سيرته او ښکلے ځوان وو. په ښکاره حسن و جمال او باطني صفاتو او اخلاقو کښې قريش څه بلکه ټوله واديِ بطحا يعني مکه مکرمه کښې د هغوئي ثاني نه وو. د اعلٰي اخلاقو پيکر وو. او ولے به نه وو چې د يوے داسې هستئ والدِ محترم جوړيدو والا وو، د چا په ذريعه چې دنيا په علم و عمل باندې روښانه کول وو. هغه څوک چې دنيا ته ئې د انسانیت عزت و وقاراو احترام او د دوانړو جهانونو دخوشحالئ او کاميابئ زیرے راوړلو.
* د والدِ مصطفٰي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شان اوګورئ چې هغوئي ته هغه حسن و جمال ورکړے شو کوم چې د قريشو په نورو خلقو کښې نه وو، * د والدِ مصطفٰي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شان اوګورئ چې په نيکو صفتونو کښې د هغوئي ثاني څوک نه وو، * د والد مصطفٰي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شان اوګورئ چې د هغوئي نه به دوه نوره راختل يو به مشرق او بل به مغرب پټولو، * د والد مصطفٰي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ شان اوګورئ چې هغوئي به د کومې وچې ونې د