Book Name:Walidain-e-Mustafa
زه به د هغوئي نه يو د شُکرانے په طور ذبح کووم.([1]) امام جلال الدين سيوطي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: کوم نورِ مصطفٰي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِه وَسَلَّم چې د عبد المُطَّلِب په تندي کښې روښانه وو، د هغې په برکت هغوئي ته د داسې منښتې کولو اِلهام اوشو.([2])
د دې واقعې ديرش کاله چې تير شو.([3]) نو د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نيكه حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه خواهش پوره شو، الله پاك هغوئي ته لس ځامن عطا كړل. يوه ورځ حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه د كعبے شريفې خوا ته نِزدې آرام كولو، خوب ئې اوليدلو، يو وينا كوونكے وائي: اے عَبْدُ المُطَّلِب! خپله منښته پوره كړه...!! حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه رابيدار شولو، ټول ځامن ئې راجمع كړل او هغوئي ته ئې د خپلې منښتې مُتَعَلِّق اووئيل، ټولو ځامنو په ادب سره عرض اوكړو: پلاره! خپله منښته پوره كړئ، په مونږ كښې چې كوم يو غواړئ تاسو قربانولے شئ.
روايت دے چې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم والِدِ مُحتَرَم حضرت عَبْدُ الله رَضِیَ الله عَنْه د ټولو نه اوَّل د حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه اطاعت اوكړو او خپل ځان ئې د قُربانئ د پاره پيش كړو خو حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه خپلو ټولو ځامنو ته اوفرمائيل: په غشو باندې خپل خپل نوم اوليكئ او ما ته ئې راكړئ! ټولو ځامنو فوراً په حكم باندې عمل اوكړو، حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه هغه ټول غشي واخستل، د خانۀ كعبے شريفې خادم ته ئې وركړل او ورته ئې اوفرمائيل: په دې كښې قُرعه اندازي اوكړه! او پخپله حضرت عَبْدُ المُطَّلِب رَضِیَ الله عَنْه په دُعا كښې مَصروف شولو، د الله پاك په